د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن سه شنبه د رایزانا ۲۰۲۰ ناسته کې د ګډون په موخه، د هند پلازمېني نوي ډهلي ته تللی دی.
دغه ناسته هر کال، د نړیوالې ټولنې د بیلا بیلو سکټورونو (سیاست، سوداګړي، رسنۍ او مدني ټولنې) مشرانو په ګډون ترسره کېږي.
د ملي امنیت شورا دفتر د اعلامیې به مخېپه رایزانا ناسته کې به د نړیوالو پالیسیو، څو اړخیزو خبرې او څو سکتوریزو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشي.
په دغه ناسته کې د دولتونو چارواکي، ولسمشران، لومړي وزیران، کلیدي وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د بیلابیلو بخشونو فعالین ګډون کوي.
ټاکل شوې ده چې د ملي امنیت سلاکار په دې ناسته کې د امنیت، سولې، سوداګرۍ او اقتصادي خودکفایۍ په اړه وینا وکړي او د ناستې په څنډو کي به د ایران، اوزبیکستان او استونیا له بهرنیو چارو وزیرانو او یو تعداد نورو هیوادونو او نهادونو له مقاماتو سره دوه اړخیز ملاقاتونه ولري.