د هالیووډ سینما لوبغاړی جوکین فونيکس چې وروستیو کې یې په جوکر یا (ټوکي) فلم کې د ښه لوبیدو له امله د ګلډن ګلوب یا تر ټولو غوره نارینه لوبغاړي جایزه هم ګټلې وه، د امریکا د پولیسو له لوري ونیول شو.
سي ان ان ټلویزیوني شبکې په خپل رپوټ کې لیکلي چې جوکین فونېکس د تیرې جمعې په ورځ د لاریون کوونکي په منځ کې له ۱۴۷ نورو کسانو سره نیول شوی دی.
د امریکا په واشینګټن کې له څو ورځو راهیسې د هوا بدلون پر وړاندې اعتراضونه روان دي، چې د فلمي لوبغاړو په ګډون نورو هنرمندانو هم پکې ګډون کړی دی.
په دې اعتراضونو کې یو شمیر هنرمندانو لکه مارتین شین، مگی جیلنهال او سوزان ساراندون د لاریون والو په څنګ کې پر هوا باندې د غوښو او لبنیاتو صنایعو اغیز په اړه خبرې وکړي.
پولیس دغه لاریونونه غیر قانوني بللي دي.
د یادولو وړ ده چې جوکین فونیکس په خپل وروستی فلم جوکر کې زیات شهرت ترلاسه کړ او د اسکار جایزې د نوماندانو په منځ کې د حضور احتمال یې هم زیات و.