د ایران د هوايي ځواکونو قومندان، امیر علي حاجی زاده، افغانستان ته خبرداری ورکړی چې باید بهرني ځواکونه له دې خاورې وباسي.
امیر علي ویلي د افغانستان پارلمان باید د عراق په څیر د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پریکړه وکړي او که داسې ونشي نو د افغانستان پر حکومت به یې په زورهومني.
دغه ایراني پوځي له افغانستان او عربي هیوادونو د امریکا وتل د دوی په ګټه بللي دي، ځکه چې د دوی په وینا په سیمه کې نوې هستې رامنځته شوې دي.
امیر علي ویلي که چیرې امریکا سره جګړې ته اړ شي نو سیمه کې یې د امریکا لسګونه پوځي اډې د برید لپاره تر نظر لاندې نیولي دي.
دا ګواښونه له هغه وروسته ورکول کیږي چې امریکا په عراق کې یو ایرانی چارواکی وواژه او ایران یې په غبرګون کې یو شمیر امریکایي اډې په نښه کړې.