په ایران کې د یوې اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې د نسکوریدو پيښه کې ۱۰ افغانان هم وژل شوي دي.
یوه اوکرایینۍ الوتکه، چې ۱۸۰ مساپر پکې سپاره وو، تهران کې له هوايي ډګره تر پورته کېدو وروسته له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوې او لوېدلې ده.
تر اوسه د بویېنګ ۷۳۷ الوتکې د لوېدو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
د ایران سرې میاشتې ویلي، امکان لري هېڅ کوم مساپر ژوندی نه وي.
د ایراني چارواکو په وینا په وژل شوو کسانو کې ۱۴۴ تنه ایرانیان، ۱۱ اوکراینیان، ۱۰ افغانان، یو بریټانیایی، ۹ کاناډایان، او ۴ د سویډن وګړي شامل دي.