ایراني چارواکو ویلي په عراق کې د امریکايي سرتیرو پر دوو اډو د توغندیو توغولو پيښه کې یې ۸۰ امریکایي سرتیري وژلي او ۲۰۰ نور یې ټپيان کړي دي.
ایران نن چهارشنبه سهار د خپل پوځي قومندان قاسم سلیماني په غچ کې عراق کې پر امریکایي اډو لسګونه توغندي وتوغول.
ایراني چارواکو ویلي که امریکا د دې برید په غبرګون کې کوم اقدام وکړي، نو بدې پایلې به ورته ولري.
امریکا هم دا پيښه تاییده کړې، خو وایي د دوی سرتیرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
بله خوا عراق دولتي سرچینو هم ویلي په دې پيښه کې یواځې څو تنه عراقي سرتیرو ته مرګ وژبله اوښتې ده.
د ناروي او ډنمارک هیوادونو هم ویلي یادو اډو کې یې سرتیرو ته زیان نه دی رسیدلی.
د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی چې که چیرې امریکا بیا د ایران پرضد کوم اقدام وکړي، نو سیمه کې یې د امریکا پوځ او د دوی د ملاتړو ۱۰۴ موخې په نښه کړي چې برید به پرې وکړي.
ایران امریکایي لوري ته سپارښتنه کړې چې د خپلو پوځیانو ځاني او مالي زیان مخنیوی لپاره له سیمې پښې سپکې کړي.
ایران ګواښ کړی چې د اړتیا په صورت کې به په هر هغه هیواد برید وکړي، چې د امریکا برید ته لاره برابروي.