د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي، هیله لري چې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني وژل کېدل افغان سوله اغېزمنه نه کړي.
ښاغلي دانش نن شنبه په کابل کې د اساسي قانون د کلیزې مراسمو کې خبرې کولې.
دانش د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې سلیماني د داعش ضد مبارزه کې پېژندل شوې څېره وه او په خبره یې، د قاسم سلیماني وژل کېدل په سیمه په ځانګړي ډول منځني ختیځ کې سیاسي او امنیتي وضعیت پيچلی او کړکېچن کړی دی.
دانش دغه راز له دواړو لوریو څخه غوښتنه وکړه چې له زغم څخه کار واخلي.
هغه دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې دي چې امریکا د عراق په پلازمېنه بغداد کې د هوایي برید په پایله کې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني وواژه.
ایرانی چارواکو د دې پيښې په غبرګون کې له امریکا څخه د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی، خو امریکا ویلي هر ډول ګواښ ته ځواب وایي.