د اوربند د پلي کېدو او د جګړې د پای ته رسولو د هوکړې د لومړي پړاو له عملي کېدو وروسته، زرګونه بېځایه شوي فلسطینیان د غزې د ورانو شویو سیمو له لارې خپلو پرېښودل شوو کورونو ته ستنیږي.
د رویټرز د راپور له مخې، د خلکو اوږده کتارونه د خپلو اصلي سیمو پر لور روان دي، او ډېری کورنۍ د اوږدې محاصرې او جګړې له سختیو وروسته هڅه کوي خپل کورونه او پاتې شتمنۍ ومومي.
د راپورونو له مخې، دا د اسراييل او حماس ترمنځ دویم اوربند دی چې په تېره څه باندې دوه کلنه جګړه کې رامنځته کېږي.
سرچینې وایي، د اوربند لومړی پړاو د اسرایيلو ځواکونو له شا تګ، د بشري مرستو د زیاتېدو او د بندیانو د تبادلې لپاره زمینه برابروي.
په عین حال کې، د ملګرو ملتونو چارواکي خبرداری ورکوي چې د غزې ډېری برخې لا هم له سختو انساني بحرانونو سره مخ دي، او د بیارغونې پروسه به وخت ونیسي.






















