د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي د هغو ۳۰۰ زرو رایو جدي څیړنه کوي چې د ټاکنو له ترسره کیدو وروسته یې زیات جنجالونه وپارول.
د دغه کمیسیون چارواکو همداشان ویلي چې د ټولو شکایتونو له ارزونو وروسته کیدای شي د نوماندانو رایې زیاتې یا کمې شي.
دغه کمیسیون وایي اوس په یو شمیر ولایتونو کې انټرنټ ته لاسرسی نه لري، نو له همدې امله یې کارونو کې خنډ راغلی دی.
د شکایتونو کمیسیون له تیرې یوې اونۍ راهیسې د هیواد په ۳۳ ولایتونو کې د شکایتونو ارزونه پيل کړې ده.
په هلمند ولایت کې د ځينو ستونزو له امله تر اوسه د شکایتونو د ارزونې بهیر نه دی پيل شوی.
دغه کمیسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلو په تړاو ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي، چې په وینا یې د دغو شکایتونو له څیړنو وروسته به د لومړنۍ پایلې شمیرو کې هم بدلون راشي.
دغه کمیسیون په یو شمیر ولایتونو کې د انټرنټ له نشتوالي سره مخ دي او د دې ستونزې له منځه وړلو لپاره یې داخلي او بهرنیو سرچینو ته د مالي مرستو لاس غځولی دی.
کمیسیون وایي په تر راتلونکې اونۍ پورې به د یو شمیر ولایتونو د شکایتونو څیړل بشپړ شي.