د افغانستان د بې طرفه عالمانو د سولې حرکت کندهار ته رسېدلی او غواړي د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې له طالب قوماندانانو سره مخامخ خبرې وکړي.
د دغه حرکت غړي چې له کابله کندهار ته رسېدلي دي، په جګړه کې له ښکيلو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د سولې د خبرو پر مهال خپلو منځونو کې له نرمښت څخه کار واخلي.
دوی وایي، که طالب مشران ورته اجازه ورکړي، کوټه او پېښور کې به هم د طالبانو د رهبرۍ شوراګانو ته ورشي او د سولې په اړه به خبرې ورسره وکړي.
دوی په کندهار کې د یوه لاریون پر مهال د جګړې پر ضد شعارونه ورکړل او د جګړې له ښکېلو خوايي یې غوښتنه وکړه، چې د سولې پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي.
د افغانستان د بې پرې عالمانو د سولې کاروان یو پنځه ماده ییز پریکړه ليک په لوستلو سره غوښتنه کړې، چې د سولې له پروسې څخه دې د سولې پروژه نه جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده په راتلونکې دوو ورځو کې قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د سولې خبرې بیا پيل شي.
یوې معتبرې سرچینې یک تلویزیون ته وویل دواړه خوا راتلونکي دوو ورځو کې بیا د خبرو میز ته حاضریږي، خو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.