ټاکل شوې نن د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني امریکا ته ولاړ شي او هلته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اسراییلو د وروستي برید په اړه خبرې وکړي.
د قطر چارواکو ویلي، د اسراییلو وروستی برید به بې ځوابه پاتې نه شي او دوحه به د خپلو وژل شویو وګړو د حق پوښتنه کوي.
محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په یوه مرکه کې له «سي اېن اېن» سره څرګنده کړې:
«دا برید د اسراییلي بندیانو د خلاصون لپاره ټولې هیلې له منځه یووړې. ما د برید په هماغه سهار د یوه بندي د کورنۍ سره لیدلي وو، هغوی په دې منځګړتوب ډېر حساب کاوه.»
شنونکي وايي چې د سیمې کړکېچ ورځ تر بلې پراخېږي او د قطر د لومړي وزیر سفر د واشنګټن او دوحې ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي.




























