د کانګو ډېموکراتیک جمهوریت لوېدیځ کې یوې مسافر وړونکې کښتۍ د اورلګېدنې ښکار شوې چې له امله یې لږترلږه ۱۰۷ کسان مړه شوي دي.
راپورونه وايي، دغه پېښه د لوکولېلا ولسوالۍ د مالانګه کلي ته نږدې د کانګو په سیند کې رامنځته شوې ده. د چارواکو په وینا، د اورلګېدنې له امله ۱۴۶ مسافر په سیند کې ډوب او ورک شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې د پېښې پر مهال ۲۰۹ مسافر ژغورل شوي دي، خو د کښتۍ له اوره د سیند پر غاړه ۱۵ کورونه هم سوځېدلي دي.
د پېښې د اصلي لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي، خو د کانګو په سیند کې د بار او مسافر وړونکو زړو کښتیو له امله ورته پېښې ډېرې وخت تکرارېږي.






























