د تایوان یوه لوړپوړي چارواکي په واشنګټن کې ویلي چې چین د تایوان د نیولو لپاره پراخ چمتوالی نیسي.
د تایوان د ملي امنیت شورا مرستیال چیو چویچېنګ ویلي، که چین دغه ټاپو ونیسي، پر سیمه به ژور منفي اغېز ولري او د امریکا د امنیت لپاره به هم ستر ګواښ وي. نوموړي ټینګار کړی چې بېجینګ هڅه کوي د ارام سمندر په سیمه کې د امریکا نفوذ کم کړي او په ټېکنالوژۍ کې به هم ستره ضربه ورسېږي.
په ورته وخت کې، په امریکا کې د چین سفارت د تایوان د مسلې د سولهییز حل خبرې کړې دي، خو ټینګار یې کړی چې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې به هر ډول اقدام وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د چین یوه نوې پوځي بېړۍ د تایوان له تنګي څخه تېره شوې ده، چې د سیمې د امنیتي اندېښنو کچه یې لوړه کړې ده.






















