د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د اسراییل هوايي بریدونه، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس د مشرانو پر ضد ترسره شوي، په کلکه وغندل او هغه یې «د نه زغمل کېدونکې تاوتریخوالي پراخېدل» وبلل.
کارني وویل: «پر دې سربېره چې د دغو بریدونو موخه څه وه، دا ډول اقدامات د ټولې سیمې د شخړې د لا پراخېدو جدي ګواښ رامنځته کوي او د سولې او امنیت د ټینګښت، د ټولو برمته شویو کسانو د ازادۍ او د یوه دوامدار اوربند د ترلاسه کولو هڅې په مستقیم ډول له خطر سره مخ کوي.»
هغه زیاته کړه، چې د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد آل ثاني په دغو هڅو کې خورا رغنده رول لوبوي او نړۍواله ټولنه باید د دې رول ملاتړ وکړي.
لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې کاناډا به د سولې د ټینګښت او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره له خپلو نړیوالو شریکانو سره ګډې هڅې روانې وساتي.


























