له فرانسې، اسپانیا او برېتانیا وروسته اروپايي ټولنې هم پر قطر د اسراییل وروستی برید په کلکه وغنده.
دغې ټولنې په یوې خپرې شوې اعلامیه کې پر دوحې برید «د نړیوالو قوانینو او د قطر د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض» بللی او خبرداری یې ورکړی، چې دغه ډول اقدامات به د سیمې کړکېچ لا پسې زیات کړي.
اروپايي ټولنې د قطر له دولت او خلکو سره د بشپړ پیوستون ترڅنګ، دغه هېواد خپل ستراتیژیک شریک بللی دی.
اعلامیې د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند په هڅو کې د قطر منځګړي رول ته په اشارې ټینګار کړی: «په غزه کې باید د جګړې له پراخېدو مخنیوی وشي، دا د هېچا په ګټه نه ده. موږ په غزه کې د اوربند لپاره له ټولو هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.»


































