د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې اعلان کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پناه غوښتنلیکونو شمېر په عمومي ډول ۲۳ سلنه راکم شوی دی.
د ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې پخوا یې ډېر شمېر وګړو اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو. په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د دویم ستر پناه غوښتونکي هېواد په توګه یاد شوی و.
خو د ۲۰۲۵ کال له لومړۍ نیمايي وروسته، د افغانانو له لوري د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه هم د کمېدو په حال کې دي. تر اوسه نږدې ۴۲ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي چې په تېرو کلونو پرتله د پام وړ کموالی ښيي.


















