کورنیو چارو وزارت وایي، د وروستیو جزئیاتو له مخې، د تېرې شپې زلزلې په کونړ کې لږ تر لږه ۶۱۰ تنه شهیدان شوي، شاوخوا ۱۳۰۰ تنه ټپیان دي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې په ننګرهار کې بیا د ۱۲ کسانو مړینه او د ۲۵۵ کسانو ټپي کېدل ثبت شوي، او لسګونه کورونه زیانمن شوي دي.
د ښاغلي قانع په خبره ، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني اړوندو والي صاحبانو، امنیه قوماندانانو، امنیتي او خدماتي ځواکونو ته هدایت ورکړی چې ژر تر ژره د پېښو سیمو ته ورسېږي، او د اغېزمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
چارواکي زیاتوي، امنیتي، خدماتي، روغتیايي، ترانسپورتي او غذايي ټیمونه د مرستو رسولو په موخه چټک شوي دي.


























