تېر ماخوستن د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د شهر دوبۍ ودونو تالار کې چاودنه رامنځته شوې چې له امله یې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې، تېره شپه شااوخوا ۱۰:۴۰ دقیقې د شهر دوبۍ د ودونو هوټل په منځ ځانمرګی برید شوی چې، له امله یې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپیان دي.
نصرت رحیمي وایي، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دغه برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی. دا په داسې حال کې دي چې وسله والو طالبانو دغه برید غندلی او دغه پيښه یې «وحشیانه» عمل بللی دی.