د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، وايي چې د دغه وزارت د ځانګړو پولیسو ځواکونو د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د داعش پر یوه ډله بریالی عملیات ترسره کړي دي.
نوموړي د خپل ایکس په پاڼه کې لیکلي، چې دغه عملیات د پنجشنبې په ماښام شاوخوا ۹:۳۰ بجې د باریکآب په سیمه کې ترسره شول. د داعش ډلې یاد پلان دا و، چې د “فتحې او آزادۍ” د جشن پر مراسمو برید ترسره کړي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په عملیاتو کې یو کس نیول شوی او د درې توغندیو یو باروړونکی د کرولا ډوله موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
چارواکي وايي، د مجاهدینو دا اقدام د یوې سترې امنیتي پېښې مخه یې ونیوله.




























