د پاکستان سفارت په کابل کې د خپلواکۍ ورځ او د «معرکهالحق» بریا ولمانځله او د ازادۍ د مبارزینو او قربانیانو فداکارۍ ته یې درناوی وکړ. په دې مراسمو کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني د بېرغ د پورته کولو پر مهال وینا وکړه او د قائداعظم محمد علي جناح مشرتابه، د خپلواکۍ اتلانو او د وسلهوالو ځواکونو سرښندنې یې وستایلې. نظاماني وویل، د هند تر «غیرقانوني اشغال» لاندې کشمیر کې د ازادۍ مبارزه روانه ده او پاکستان به د کشمیري ولس ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه له افسرانو او کارکوونکو وغوښتل چې د یوه پیاوړي او باثباته پاکستان د جوړولو لپاره خپل تعهد تازه کړي.






















