د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه پوځي موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یو لوړ پوړی افسر تورن محمد رضوان طاهر او دوه نور سرتېري وژل شوي دي.د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په وینا، په پېښه کې د ۳۱ کلن تورن رضوان ترڅنګ ۳۷ کلن بریدمل ابن امین او ۳۳ کلن محمد یونس هم وژل شوي دي.
پوځ ویلي، دا برید هغه ترهګرو کړی چې د بهرنیو استخباراتي شبکو، په ځانګړي ډول د هند له ملاتړه برخمن دي. د چاودنې له وروسته، امنیتي ځواکونو په سیمه کې چاڼیز عملیات کړي او څلور وسله وال یې وژلي دي.
دا پېښه په داسې وخت کې شوې، چې په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان، خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي. حکومت او پوځ دغه بریدونه د “دښمن هېوادونو” له خوا د ترهګرۍ د مستقیم ملاتړ پایله بولي.




































