د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د روسیې ته نږدې سیمو کې یې دوه اټومي اوبتلونه ځای پر ځای کړي دي. نوموړي دا پرېکړه د روسیې د امنیت شورا د مرستیال دیمیتري مدودف له پاروونکو څرګندونو وروسته کړې ده.مدودف، چې د اوکراین د جګړې په اړه یې د ټرمپ د ضربالاجلونو په غبرګون کې خبرې کولې، خبرداری ورکړی و چې هر نوی اولتیماتوم د واشنګټن سره د جګړې یو بل ګام دی. هغه ټینګار وکړ چې روسیه د اسراییلو یا ایران په څېر هېواد نه دی، بلکې یو پیاوړی اټومي قدرت دی.ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دا اقدام د امریکايي ولس د خوندیتوب لپاره دی او دا چې د روسیې له خوا د ګواښونو په وړاندې باید «جدي غبرګون» وښودل شي.
هغه زیاته یې کړه، چې هیله لري دا ترینګلتیا جګړې ته وانه وړي. نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې امریکا د اټومي جګړې لپاره چمتو ده.




























