د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د ده د ادارې پر مهال د ایران اټومي پروګرام له منځه وړل شوی و، خو وایي چې تهران ښايي اوس دا فعالیتونه په نوو پټو ځایونو کې بیا پیل کړي.
هغه همداراز تور پورې کړ، چې د ایران اوسنی دریځ د نړیوالو اصولو خلاف دی او ښيي چې دا هېواد هڅه کوي خپل اټومي فعالیتونه له پامه پټ وساتي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران اټومي پروګرام یو ځل بیا د نړیوالو بحثونو تود ټکی ګرځېدلی، او د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د تهران چارواکو تر اوسه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې رسمي دریځ نهدی اعلان کړی، خو ایران تل ټینګار کړی چې اټومي پروګرام یې «سوله ییز» اهداف لري.




















