طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي طالبانو منلې چې امریکا سره د تړون لاسلیک کیدو سره سم لنډمهاله اوربند وکړي.
دغه سرچینه یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل چې دا هوکړه پاکستان ته د قطر دفتر سیاسي پلاوي له سفر وروسته شوې ده.
د طالبانو د قطر دفتر یوه پلاوي څو ورځې وړاندې پاکستان ته تللی او ویل کیږي چې د طالبانو د کویټې او پيښور شوراګانو سره یې د اوربند په اړه له سلا مشورو وروسته هوکړه کړې ده.
د دې هوکړې له مخې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون په لاسلیک کیدو سره د لنډ وخت لپاره یو عمومي اوربند اعلانیږي.
وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګني امریکایي پلاوي له طالبانو غوښتي چې د لسو ورځو لپاره اوربند ته غاړه کیږدي او که داسې ونشي، نو د سولې روانې خبرې به ودرول شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین هم وړاندې ویلي و چې نور امریکایانو سره د خبرو اړتیا نشته او د افغانستان حکومت سره اوربند باندې هم په بین الافغاني خبرو کې کیږي.
ښاغلي شاهین نن دوشنبې یک تلویزیون ته په خبرو کې د اوربند په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې اوس خبرې دریدلي او دوی خپلو مشرانو سره پر سلامشورو بوخت دي.
د طالبانو یوه پخواني غړي سید اکبر اغا هم یک تلویزیون ته وویل داسې امکان شته چې طالبان یو لنډمهاله اوربند اعلان کړي.