تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د یوې راپور له مخې ادعا کړې، چې د ۲۰۲۵ کال د جولای په میاشت کې یې په پاکستان کې ۳۶۰ بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳۹ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۷۶ نور ټپیان شوي دي.
دا راپور نن د یادې ډلې له خوا خپور شوی، چې پکې ادعا شوې چې د دغو بریدونو په ترڅ کې ۱۳ نور کسان ژوندي نیول شوي دي.
د راپور له مخې، بریدونه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.
د ټيټيپي په وینا، دغه بریدونه سنایپر بریدونه، چریکي بریدونه، کمینونه، مستقیمو هدفونو، بمبارۍ، راکټي بریدونه او ځوابي متقابل عملیات کې شامل دي.
د راپور له مخې، تر ټولو زیات تلفات د پاکستان پوځ او د ځانګړو عملیاتو قطعو (SSG) ته اوښتي، چې مجموعاً ۱۹۹ کسانو ته زیان رسېدلی. همداراز، سرحدي ځواکونه (FC)، پولیس او استخباراتي ادارې هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
ټيټيپي ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې یې لسګونه پوځي وسایط، امنیتي کمري، تاسیسات، د لمریزې برېښنا سیسټمونه ویجاړ کړي او یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات یې له ځواکونو څخه نیولي دي.
یاده دې وي چې د ټيټيپي له لوري خپره شوې دا راپور او شمېرې د خپلواکو سرچینو یا د پاکستان حکومت له خوا تر دې دمه نه دي تایید شوي. پاکستاني چارواکو تر اوسه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.






























