د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور احمد پښتین تور پورې کړی، چې د پاکستان پوځ د باجوړ په سیمه کې د هدفي عملیاتو پر مهال ملکي پښتانه په نښه کړي دي، چې پکې ماشومان او سپینږيري هم شامل دي.
پښتین د سهشنبې په ورځ پر خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې دا عملیات له مخکې خبرتیا پرته ترسره شوي او هدفیې د هغو پښتنو غږ خاموشول دي، چې د ظلم او بېعدالتۍ پر وړاندې دریږي.
هغه زیاتوي: «ناامني، د وسلوالو ډلو جوړول، د پښتنو وژل، وضعیت خرابول او د امن په نوم پوځي عملیات، په حقیقت کې د پښتون قوم نسلوژنه ده.»
د منظور پښتین په وینا، تر دې مهاله د جګړو او عملیاتو له امله شاوخوا ۸۰ زره پښتانه وژل شوي دي. نوموړي په وروستیو کې د وزیرستان، خیبر او اوس د باجوړ عملیات «ناکامه او ظالمانه» بللي دي.
پښتین له خلکو او رسنیو غوښتنه کړې چې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د مظلومو پښتنو ملاتړ وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې د پوځ هڅه دا ده چې هر غږ خاموش کړي، تر څو “د پښتنو نسلوژنه په خاموشۍ سره دوام ومومي.”
د پاکستان پوځ تر اوسه د منظور پښتین څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
























