د اسراییلي اشغالګر پوځ د اعلان له مخې، نن د یکشنبې په ورځ به له سهار ۱۰ بجو څخه تر ناوخته شپې پورې د غزې په ګڼ مېشتو سیمو کې اوربند پلی وي، څو د ملګرو ملتونو د مرستندویه کاروانونو لپاره د خوړو او درملو لېږد ته اسانتیا برابره شي.
د اسراییلي پوځ په وینا، دا موقتي اوربند د بشري مرستو د تسهیل په موخه اعلان شوی، او همداراز، د کاروانونو د تګ راتګ لپاره خوندي لارې هم ټاکل شوې دي.
ملګري ملتونه او نور بشري بنسټونه له اوږدې مودې راهیسې د مرستو د ننهوتو خنډونو، د خوراکي توکو کمښت او د درملو له نشتوالي شکایت لري. د غزې اوسېدونکي دا اوربند د لنډمهالې ساه اخیستنې یوه موقع بولي، خو د تلپاتې حل غوښتنه کوي.
غزه له څو میاشتو راهیسې د شدیدو نظامي بریدونو شاهد دی، چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي او ګڼ کورنۍ بېځایه شوې دي.






























