د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې یوازې د سې شنبې په ورځ ۱۵ فلسطینیان، چې څلور ماشومان هم پکې شامل دي، د لوږې له امله مړه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه وخته چې د اسراییلو بریدونه پر غزه پیل شوي، تر اوسه ۱۰۱ تنه فلسطینیان د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل شوي چې له دې ډلې ۸۰ تنه ماشومان دي.
راپورونه ښيي، چې ډېری دا کسان په وروستیو اوونیو کې مړه شوي دي. د اسراییلي پوځ له لوري د غزې تر سخت محاصرې لاندې راوستل، چې نږدې پنځه میاشتې یې تېرېږي، د غزې په تړانګه کې د لوږې بحران لا پسې ژور کړی دی.
اسراییلي پوځ له مارچ میاشتې راهیسې غزې ته د خوراکي توکو، سون، اوبو او نورو بشردوستانه مرستو د لېږد مخه نیولې ده.
که څه هم اسراییلو د مې میاشتې له نیمایي وروسته اجازه ورکړه چې د امریکا په ملاتړ د یوه بشري بنسټ له لارې محدودې مرستې غزې ته داخلې شي، خو دا مرستې د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.
ملګرو ملتونو هم اعلان کړی، چې د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو په صفونو کې د اسراییلي ځواکونو له لوري تر ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
























