د تاجکستان حکومت په رسمي توګه منلې، چې یو شمېر افغان کډوال یې له خپلې خاورې ایستلي، او اوس د نورو د شړلو بهیر هم روان دی.
د تاجکستان د ملي امنیت د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نړیوالو او سیمهییزو سیاسي-اقتصادي شرایطو له امله دغه هېواد ته د کډوالو بهیر زیات شوی، خو ګڼ شمېر یې ناقانونه داخل شوي یا د اقامت اصولو ته ژمن نه دي پاتې.
په اعلامیه کې افغان کډوال له هغو کسانو سره تړلي بلل شوي چې د نشهيي توکو په قاچاق، افراطي افکارو د خپرولو او جعلي اسنادو له لارې د پناه غوښتنې هڅو کې ښکېل دي.
د تاجک چارواکو په وینا، ځینې کډوال د درېیم هېواد تابعیت لري او هڅه کوي له تاجکستانه د ترانزیټ په توګه استفاده وکړي.
































