په پاکستان کې د وروستیو ۲۴ ساعتونو د شدیدو ورښتونو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، چې له دې سره د عمومي مړو شمېر ۲۲۱ کسانو ته لوړ شوی دی.د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې (NDMA) د راپور له مخې، د تازه مړو شویو کسانو په منځ کې ۲ نارینه او ۳ ماشومان شامل دي.یادې ادارې ویلي، چې د ورښتونو تر ټولو زیات تلفات د پنجاب ایالت ته اوښتي، خو په خیبر پښتونخوا کې هم سخت زیانونه اوښتي، چې تر دې دمه یې ۴۰ تنه وژلي او ۶۹ نور یې ټپیان کړي دي.
د ځايي چارواکو په وینا، د ورښتونو له امله ګڼ کورونه نړیدلي او خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. د ژغورنې ډلې لا هم د زیانمنو شویو سیمو په موندنه او مرستې بوختې دي.
































