د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د افغان کډوالو د وضعیت تنظیم او ستنول یو انساني مسؤولیت دی، نه یوازې سیاسي اقدام. نوموړي ټینګار کړی، چې افغان کډوال د ایران د خلکو “ورونه او خویندي” دي، او د دوی ستنېدل باید د درناوي او ارامتیا فضا کې تر سره شي.
پزشکیان زیاته کړه، که څه هم د کډوالو ستنولو بهیر ممکن ځینې ننګونې ولري، خو نباید له انساني کرامت سره په ټکر کې وي. هغه په ځینو غربي منتقدینو هم نیوکه وکړه چې د بشري حقونو په نوم له ایران سره چلند کوي، خو د افغان ښځو او ماشومانو د وژنو پر وړاندې چوپ پاتې دي.
له بلې خوا، د سرپرست حکومت یو لوړپوړی پلاوی د هرات والي په مشرۍ مشهد ته تللی، ترڅو د هرات ـ خراسان رضوي د ګډې اقتصادي کمېټې په غونډه کې برخه واخلي. یاد پلاوي د افغان کډوالو له کمپونو هم لیدنه کړې او له ایراني چارواکو سره یې د ستنېدو د اسانتیاوو او د بشري حقونو د رعایت په اړه خبرې کړې دي.




















