د ایران د پارلمان یوه غړي ویلي، چې د اسرائیل لپاره د جاسوسۍ په تور تورن شویو کسانو په ډله کې یو افغان کډوال هم شامل نهدی.
نوموړي دا تورونه “له افغان کډوالو سره د تبعیضي او ستیزهجویانه چلند پایله” بللي او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول تورونه یوازې د دې لپاره مطرح کېږي، څو افغان مهاجر له هېواده وایستل شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د ایران له لوري زرګونه افغان کډوال د بېلابېلو پلمو له امله له هېواده ایستل شوي او ځینې یې د جاسوسۍ په تور هم نیول شوي دي.
د یاد غړي په وینا، هېڅ معتبر سند یا شواهد نشته چې افغان مهاجر دې د بهرنیو هېوادونو لپاره جاسوسي کړې وي.




























