د امنیتي او تصفیوي کمیسیون نوبتي غونډه د یاد کمیسیون د مرستیال رحمتالله نجیب په مشرۍ ترسره شوه. ښاغلی نجیب، چې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال هم دی، په دې غونډه کې د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت او راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
په غونډه کې د بېلابیلو امنیتي او ملکي ادارو استازو ګډون کړی و، او د هغو تدابیرو په اړه مفصلې خبرې وشوې چې له مخې یې له بهره راستنېدونکو افغانانو ته د امن، استوګنې، روغتیا، اسنادو او نورو اړینو خدماتو اسانتیاوې برابرې شي.
د کمیسیون له خوا ټولو اړوندو امنیتي او خدماتي ادارو ته لارښوونه وشوه چې د راستنېدونکو د هوساینې او د قانوني چارو د اسانتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.




















