د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په اسلاماباد کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړۍ پړاو غونډه پای ته رسېدلې ده.
په غونډه کې دواړو خواوو پر دوهاړخیزو سیاسي مسایلو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییز اتصال او نړیوالو موضوعاتو بحث کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د افغان بنديانو، مهاجرینو، مریضانو او سوداګرو ستونزو ته د حل لارو موندلو، او د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو باندې ټینګار کړی دی.
غونډه د دې ژمنې سره پای ته رسېدلې، چې دواړه هېوادونه به د شته ننګونو د حل لپاره خپل تعامل ته دوام ورکړي او د سیمهییز ثبات او دوهاړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته به لومړیتوب ورکوي.































