د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې اسراییلي ځواکونو ۲۶ خونړۍ پېښې ترسره کړې دي، چې له امله یې تر ۳۰۰ زیات فلسطینیان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې زیاتوي چې دغه بریدونه پر ملکي سیمو ترسره شوي، چې پکې ښځې، ماشومان او مشران هم شامل دي. د غزې چارواکي د نړیوالو بشري سازمانونو څخه د بېړني اقدام غوښتنه کوي او دغه بریدونه د بشريت پر وړاندې جنایت بولي.






























