د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په خپل اکس پاڼه ویلي، په تېرو څو ورځو کې د ایران حکومت زرګونه افغان کډوال په زور له خپل هېواد څخه بېرته افغانستان ته شړلي دي. نوموړي زیاتوي، که څه هم ځینې وختونه د کډوالو بیرته ستنیدل مشروع وي، خو د دې کار د ترسره کولو طریقه چې ایران غوره کړې، ناڅاپي او له افغان چارواکو سره له همغږۍ پرته ده. د نوموړي په خبره دا کار بشري ارزښتونو ته زیان رسوي او کلکه غندنه پرې شوې ده.خلیلزاد وایي، ایران حق لري چې کډوال بېرته ولېږي، خو اړینه ده چې د دې بهیر لپاره یوه منظمه، انساني او همغږه پلان جوړ کړي تر څو له انساني کړکېچ څخه ډډه وشي. افغانانو سره د راستنېدو په بهیر کې مرسته او ملاتړ د ګاونډیتوب او ښه همکارۍ نښه ګڼل کېږي.


































