د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، له ایران نه د افغانانو ستنېدنه په بېساري ډول چټکه شوې او دا بهیر د افغانستان پر نازک وضعیت منفي اغېز کولی شي. د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې تر ۶۴۰ زرو ډېر افغانان له ایرانه ستانه شوي، چې له دې ډلې شاوخوا ۳۶۶ زره تنه جبراً ایستل شوي دي.
یوازې د جون پر ۲۶مه، نږدې ۳۶ زره افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې دا شمېر د دې لړۍ شدت ښيي. د ملګرو ملتونو استازی عرفات جمال ویلي، ګڼې کورنۍ خالي لاس، ستړې او اندېښمنې راستنېږي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې د کار او زده کړو له محدودیتونو وېره لري.
ملګري ملتونه وایي، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تر ۱.۲ میلیون ډېر افغانان له ایران او پاکستان نه بېرته ستانه شوي یا ایستل شوي دي، چې له امله یې د بشري مرستو اړتیا نوره هم زیاته شوې. دغه سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانانو سره بېړنۍ او اوږدمهاله مرسته وکړي. تر اوسه یوازې ۲۳ سلنه اړینې مرستې برابرې شوې دي.

























