د امریکا د فدرالي یوې محکمې د افغانستان د ټاکنو کمیسیون پخوانی مشر، احمد یوسف نورستانی د سل زره امریکایي ډالرو په اختلاس مجرم پیژندلی دی.
دغې محکمې ویلي چې ښاغلي نورستاني دغه پيسې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د کلیفورنیا ټولنیزې رفاه یوې ادارې نه ترلاسه کړي دي.
سرچینه وایي ښاغلي نورستاني دا پيسې د خپلې دندې په اړه دروغ ویلو سره اخیستي دي.
سرچینه وایي ښاغلي نورستاني دا پيسې د خپلې دندې په اړه دروغ ویلو سره اخیستي دي.
د امریکا څارنوالۍ د اعلامیې پر اساس ښاغلي نورنستاني په محکمه کې اعتراف کړی چې څو ځلې یې له یادې امریکایي ادارې نه د پيسو اخیستو لپاره دروغ ویلي دي.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي که چیرې پر نورستاني دا تور ثابت شي په لسو کلونو بند محکومیږي.