د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند تر اعلان وروسته، په نړېوالو بازارونو کې د سرو زرو بیې راټیټې شوې دي.
د راپورونو پر بنسټ، د سې شنبې په ورځ د سرو زرو نړېواله بیه ۰.۵ سلنه کمه شوې ده. کارپوهان دا بدلون د جغرافیایي سیاسي فشارونو د موقتي کمېدو پایله بولي.
پانګوال معمولاً د جګړو یا نړیوالو کړکېچونو پر مهال سرو زرو ته مخه کوي، خو د اوربند د اعلان له امله د بازارونو فشار لږ شوی او د سرو زرو تقاضا موقتا کمه شوې ده.
اقتصادي څېړونکي خبرداری ورکوي، که وضعیت بېرته ترینګلی شي، د سرو زرو بیې بیا لوړیدای شي.





















