یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې له اسراییل سره د احتمالي اوربند تر پیلېدو مخکې، د ایران لخوا پر اسراییلي هدفونو توغندیز بریدونه درېدلي دي.
د راپورونو له مخې، ایران د تیرو ساعتونو په اوږدو کې د اسراییلو پر ضد د توغندیو د بریدونو څپې چټکې کړې وې، خو تازه سرچینو ویلي چې دا لړۍ اوس موقتا بنده شوې ده.
که څه هم تر دې دمه د ایران یا اسراییل له لوري رسمي اوربند نه دی اعلان شوی، خو د بریدونو درېدل د ممکنه دیپلوماتیکو پرمختګونو یا شاتګ نښه بلل کېږي.
د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی بلل کېږي، او نړېوال ناظرین د وضعیت له نږدې څارنې سره هممهاله د یوه دوامدار اوربند غوښتنه کوي.


















