د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا لهخوا د ایران پر اټومي تأسیساتو تر برید وروسته ویلي، چې په نننۍ نړۍ کې باید د اټومي وسلو د پراخېدو مخه ونیول شي.
زېلېنسکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي اقدامات ستایلي او هغه یې “پریکنده چلند” بللی دی.
نوموړي د ایران لهخوا روسیې ته د ځانمرګو ډرونونو لېږل هم وغندل او زیاته یې کړه، چې دغه ډول وسلو په اوکراین کې پراخې ویجاړۍ او انساني تلفات رامنځته کړي.
نوموړي ادعا وکړه، چې ټولو ته معلومه ده چې روسیې دغه ډرونونه له کوم ځایه ترلاسه کړي دي.خو ایران تل د اوکراین دغه تور رد کړي دي.


























