د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران دایمي استازي په یوه فوقالعاده ناسته کې ویلي، چې تهران د نړیوالو قوانینو له مخې د خپل ځان د دفاع بشپړ او قانوني حق لري. امیر سعید ایرواني د یکشنبې سهار د امریکا لهخوا د ایران پر سوله ییزو اتومي تأسیساتو د برید په اړه ویلي، چې دا ورځ د امریکا د سیاسي تاریخ یوه بله شرموونکې پاڼه ده. هغه زیاته کړې، چې ټرمپ “د دې شوم سناریو تر ټولو شرموونکې برخه شخصاً ترسره کړې ده.” ښاغلي ایرواني همداراز ویلي، چې د ایران د غبرګون وخت، بڼه او پراخوالی به د ایران وسله وال ځواکونه وټاکي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي هم د امریکا او اسراییلو کړنې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې ښکاره سپکاوی او د نړیوالو اصولو څرګند نقض بللي دي. واسیلي نبنزیا په دې ناسته کې د امنیت شورا پر ځینو غړو د چوپتیا او د دې اقداماتو په غندنه کې د پاتې راتلو له امله نیوکه کړې ده.


















