وروسته له هغه چې د امریکا ځواکونو د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ، د سیمهییزو او نړیوالو کچو اندېښنې د اټومي زېهرجن موادو د خپرېدو او احتمالي چاپېریالي ناورین له امله زیاتې شوې دي.
اټومي خطرونه څه دي؟
د اټومي تاسیساتو پر هدفمندو بریدونو کې تر ټولو لوی ګواښ دا دی چې اټومي زېهرجن مواد چاپېریال کې خپاره کیږي او لاندې پایلې له ځان سره لري.
- د خلکو روغتیا ته جدي خطر پېښ کیږي؛
- د سرطان، د DNA بدلون، او موروثي ناروغیو لامل کیږي؛
- د سیمې کرنه، څښاک او طبیعي سرچینې ککړوي.
ایران او ګاونډیو هېوادونو ته احتمالي اغېزې
که د برید له امله اټومي ذرات خپاره شوي وي، نو نه یوازې ایران، بلکې ګاونډي هېوادونه لکه افغانستان، پاکستان، عراق، ترکیه، او خلیجي هېوادونه هم ممکن تر خطر لاندې راشي.
څیړونکي وایي، که دا خطرونه له کنټروله ووځي، نو له سیمې ورهاخوا نړیوالو ته هم منفي اغېزې رسېدای شي.
د یادونې وړ ده، چې تر اوسه IAEA (د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان) په دې تړاو رسمي پلټنې نه دي اعلان کړې، خو د څارونکو تمه دا ده چې یوه بېطرفه ارزونه به ژر تر ژره پیل شي.











