د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین د چاودنې په پایله کې نهو ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک ویلي دا پيښه تیره ورځ (یکشنبه، د لیندۍ اولسمه) د ۶۱۱ نمبر شاهراه کې شوې ده او تر اوسه معلومه نه ده چې څو کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
هلمند د هیواد په سویل کې یو نا امنه ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په ځينو سیمو کې پراخ حضور لري.