په ننګرهار ولایت کې د زیتونو کروندګر وایي د دوی حاصلات د تیر په پرتله زیات شوي دي.
ویل کیږي روان کال کې د زیتونو حاصلات ۲۰۰ ټنه زیات شوي دي.
د ننګرهار د زیتونو کروندګر هم د دغو حاصلاتو ډيریدو ته خوشبینه دي.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي، کروندګر او د زیتونو د بسته بندۍ شرکتونه د دغو توکو د باغونو ښه ساتنه، د زیتونو حاصلاتو د ډیریدو لامل بولي.
په ننګرهار کې د زیتونو له حاصلاتو د غوړي او اچارو جوړولو زیاتې کارخانې فعالیت کوي.
د شمیرو له مخې ننګرهار کې د زیتونو بسته بندۍ شرکت اړوند ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې څلور ډوله زیتون کرل کیږي.
زلمی چې ننګرهار کې د زیتونو بسته بندۍ سرکت کې کار کوي ویلي دغه شرکت کې د مډرنو ماشینونو له لګولو وروسته د دوی د کار اغیزهم ښه شوی دی.
د کرنې وزارت هم وایي په ننګرهار کې د زیتونو حاصلات د بل هر وخت په پرتله زیات شوي دي.
خو د مناسب بازار نشتوالی لاهم افغان سوداګرو او بزګرانو لپاره تر ټولو لویه ننګونه ده.