نړیوال بانک اعلان کړی چې په افغانستان کې د سولې تر راتلو او طالبانو سره احتمالي هوکړې په صورت کې د دغه هیواد د امنیتي سکټور لګښتونه ددې پرځای چې کم شي، نورهم زیاتیږي.
نړیوال بانک په خپل رپوټ کې ویلي د افغانستان د امنیتي برخې لګښت له دې وجې زیاتیږي چې د طالبانو وسله وال باید افغان امنیتي ځواکونو ته ورجذب شي؛ کوم چې د پام وړ لګښت ته اړتیا لري.
نړیوال بانک همداشان ویلي چې که چیرې افغانستان کې د سولې خبرې بریا ته ورسیږي، نو دغه هیواد د عمومي خدماتو وړاندې کولو او ثبات ساتنې لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
خو دا یې هم ویلي چې د دې هوکړې تر کیدو وروسته به دغه هیواد کې لوی اقتصادي فرصتونه لاسته راشي.
د دې ترڅنک یې خبرداری ورکړی چې کیدای شي د هر سیاسي هوکړې وروسته، په پيچلو شرایطو کې او د بلواګرو ډلو په شتون کې، نا امني نوره هم زیاته شي او ترڅنګ یې فساد او جرمونه د سوداګرۍ پر وړاندې د یو خنډ په توګه پاتې شي.
دا په داسې حال کې دي چې په دې ورځو کې یو ځل بیا د سولې خبرو پیلیدو او طالبانو سره هوکړې لپاره خوشبیني زیاته شوې ده.
زلمی خلیلزاد وړمه کابل ته راغی او ویل کیږي چې له کابله قطر ته ځي او طالبانو سره پر هوکړې خبرې کوي.
د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمیتار نن جمعه کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال وویل په لنډو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه کیږي.
حکمتیار له طالبانو غوښتل چې افغانانو سره خبرو ته کیږي او داخلي رقیبانو سره خپل مسایل حل کړي.