د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د یوې نوې څیړنې له مخې زیات شمیر افغانان د اوسني سیاسي نظام د بدلون پلوي کړې ده.
په دغه څيړنه کې چې د (افغانساان کې قومي ډلې او د سیاسي واک ویش) تر نامه لاندې شوې ده، راغلي چې د افغانستان ډيری قومونه فکر کوي چې اوسني نظام کې برخه نه لري.
په دې څيړنه کې د افغانستان د عامو وګړو، سیاسي ګوندونو او ټاکنیزو ډلو نظرونه اخیستل شوي دي.
د دې څيړنې څيړونکو ویلي د بُن ناسته په افغانستان کې د واک د قومی ویش بنسټ و، خو د زیات شمیر هیوادوالو نظر دادی چې د واک عادلانه ویش لپاره باید ریاستي سیاسي نظام پر پارلماني ریاستي نظام باندې واوړي.
څيړنه وایي د واک تمرکز نه یواځې دا چې د فساد، بې ثباتۍ او ټولنیزې بې عدالتۍ سبب شوی، بلکې واک یې د قومي رهبرانو ترمنځ ساتلی او د واک انحصار یې رامنځته کړې دی، کوم څه چې قومی مسایلو ته لمن وهلو او د شخصي ګټو پاللو سبب کیږي.
خو دا څیړنه یو شمیر منتقدین هم لري.
منتقدین وایي په دغه څيړنه کې د سیاسي نظامونو ځانګړتیاوې په سمه توګه نه دي څیړل شوي.
د دوی په وینا افغانستان کې پارلمانی او فدرالي نظامونه هم نشی کولی سیاسي ثبات او ټولنیز عدالت رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې دي چې لاهم افغانستان کې له سولې وروسته سیاسي نظام څرنګوالی له ابهام سره مخ دی.