اندونیزیا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو باندې ټینګار کړی دی.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر، ریتنو مرسودي ویلي افغانستان کې سولې ته د رسیدو یواځينۍ لاره داده چې طالبان د افغانستان حکومت سره خبرو ته کیني.
ریتنو مرسودي ویلي دوی سولې ته رسیدو لپاره د افغانستان حکومت سره همکاري کوي.
ده د سولې خبرو کې د میرمنو پر پراخې ونډې هم ټينګار کړی دی.
ښاغلي ریتنو مرسودي دا څرګندونې په جاکارتا کې د افغان میرمنو د سولې ناستې په وروستۍ ورځ کړي دي.
جاکارتا کې له تیرو څو ورځو راهیسې د افغان میرمنو د سولې ناسته روانه وه چې نن یې وروستۍ ورځ وه.
افغان میرمنو دغه ناسته کې حکومت او طالبانو ته په خطاب کې وویل هیڅ کله اجازه نه ورکوي چې د میرمنو پر برخلیک معامله وشي.