ولسمشرۍ ماڼۍ وایي د افغانستان او امریکا ولسمشرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان سولې لپاره د وړاندې شرط په توګه پر اوربند ټینګار شوی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیر ماښام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ټيلیفون پر لیکه خبرې کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د امریکا ولسمشر ډونالډ تړمپ له ولسمشر غني سره د ټیلفوني اړیکې په ترڅ کې د سولې بهیراو د سولې لپاره د مخکې شرط په توګه د اوربند پر حتمي کېدو باندې ټینګار کړی دی.
ارګ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د سولې په پار د اساسي شرط په توګه پر حتمي اوربند ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې په دې ټیلیفوني خبرو کې د افغان حکومت د سولې اووه ماده ییز پلان ته هم اشاره شوي ده
خبر پاڼه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې پر پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پرمختګونو خبرې کړې او ولسمشر ټرمپ غني ته بلنه وکړي څو واشنګټن ته سفر وکړي چې ولسمشر غني هم د تړمپ دغه وړاندیز منلی دی.
د سپنې ماڼۍ مرستیال ویاند هم دغه ټیلیفوني خبرې تایید کړي او ویلي یې دي چې دونالډ تړمپ د سولې بهیر کې د افغانستان د دولت ونډه اړینه بللې ده.
بلخوا پاکستان او امریکا هوکړې ده چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره په ګډه کار کوي.
د امریکا ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې له نوموړي څخه د افغانستان امریکایي پوهنتون د دوو تنو استادانو خوشي کېدو په برخه کې د اسانتیا برابرولو له امله مننه کړي ده.
د پاکستان لومړي وزیر دفتر د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي دي چې عمران خان د افغانستان سولې بهیر پر مخ وړلو کې ژمن دی او لیوالتیا لري چې د تلپاتې سولې ټینګښت ته د لاس رسي لپاره د امریکا هڅو ته آسانتیا برابره کړي..