د هیواد یو شمیر سوداګر، بزګران او باغ لرونکي د سړخونو نشتوالي له امله له حکومت ګیله لري.
دوی وایي د سړخونو نشتوالی د دې لامل کیږي چې د وی خپل سبزیجات او میوې په یو وار بازارونو ته وړاندې شي او په ډیره ټیټه بیه وپلورل شي.
دې ستونزې د بهرنیو هیوادونو د وارداتو لړۍ هم ګړندۍ کړې ده.
سوداګر وایي دا چې موږ په خپل هیواد کې سړخونې نه لرو زموږ د بزګرانو توکي په یو وار په څو اونیو کې بازارونو ته راوځي او په نیمه بیه پلورل کیږي، چې له هغه وروسته بیا له نورو هیوادونو میوې او سبزیجات واردیږي.
د بیلګې په توګه څو اونۍ وړاندې د افغانستان یو من رومیان (بانجان) په پنځوس افغانۍ پلورل کیدل، خو اوس چې افغاني رومیان کابو ختم شوي دي، د ایران یو من رومیان په ۷۰۰ افغانۍ پلورل کیږي.
همداشان اوس چې د مڼو فصل دی یو من یې په ۱۵۰ افغانۍ پلور کیږي، خو کله چې دا مڼې ختمې شي او ایرانۍ مڼې هیواد ته د ننه شي، بیا یې بیه څو چنده لوړه وي.
د افغانستان نور سبزیجات او میوې هم همداسې یو حالت لري.
د کرنې وزارت وایي دوی په نوي مالي کال کې د ۱۲ لویو سړخونو جوړولو ته ملا تړلې ده.
خو دا ژمنه نوې هغه نه ده، بلکې پخوا کلونو کې هم د کرنې وزارت د لویو سړخونو د جوړولو خبره کړې ده.
په پام کې وه چې د کرنې وزارت په تیرو شپږو کلونو کې په اتو ولایتونو کې اته لویې سړخونې جوړې کړی، خو په دې کار کې پاتی راغی.
همداشان دوه کاله وړاندې هم دغه وزارت د میوو او سبزیجاتو د حاصل ډیریدو لپاره د ۱۲ سړخونو د جوړولو هوډ کړی و، خو دا هم یواځې یوه ژمنه پاتې شوه.
اوس د کرنې وزارت ویاند، اکبر رستمی وایي دغه وزارت په نوي مالي کال کې هوډ لري چې ۱۲ سړخونې جوړې کړي.
که څه هم د هیواد یو شمیر ولایتونو کې ځیني سړخونې شته، خو بزګران وایي دا هیڅ کفایت نه کوي.