امریکايي چارواکو اعلان کړی چې دوه تنه سرتیري یې په افغانستان کې وژل شوي دي.
افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونوله لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه سرتیري نن چهارشنبې د یوې چورلکې د نسکوریدو له امله وژل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د پيښې د رامنځته کیدو په اړه پلټنه کوي، خو دا معلومه شوې چې چورلکه د دښمن له لوري نه ده په نښه شوې.
بله خوا د لوگر ولایت چارواکي وایي دا الوتکه د دغه ولایت چرخ ولسوالۍ کې لویدلې ده.
د چرخ ولسوالۍ ولسوال خلیل الله کمال ویلي دا الوتکه تیره شپه د دغې ولسوالۍ په پنګرام کلي کې له غره سره ټکر شوې ده.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په دې چورلګه کې لسګونه امریکایي او افغان سرتیري له منځه وړل شوي دي.
امریکايي ځواکونه له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې خپل سرتیري یې افغانستان کې کم کړي، ډير کم له داسې پيښو سره مخ کیږي، خو پر وړاندې یې د افغان ځواکونو تلفات څو برابره زیات شوي دي.